د بدخشان چاپېریال ساتنې رییس د یاد ولایت یوه چاودنه کې ټپي شو

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي چې بدخشان ولایت کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس موټر د یاد ولایت یفتل پایین ولسوالۍ کې د یو ماین چاودنې موخه وګرځېد.

د سرچینې په وینا؛ یاده پېښه نن له غرمې وړاندې (شنبه د چنګاښ ۴مه) د یفتل پایین ولسوالۍ په جنګل وکیل سیمه کې پېښه شوې.

سرچینې زیاتوي؛ چې د یادې چاودنې په پایله کې د چاپېریال ساتنې د رییس په ګډون درې کسان سخت ټپي شوي.

تر اوسه د یادې چاودنې پړه کومې ډلې یا کس په غاړه نه ده اخیستې.

اړوند لیکنې