په بدخشان کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې د یاد ولایت په داریم ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو ترمنځ خپلمنځي نښته کې یو ۹ کلن ماشوم وژل شوی او ۸ طالبان ټپیان شوي.
سرچینې نن (سهشنبه د غبرګولي ۱۷مه) آماج ته زیاتوي چې دا نښته تېره ورځ (دوشنبه) د درایم ولسوالۍ د یو اوسېدونکي د نیولو پر سر رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا؛ ټپیان د فیضآباد ښار روغتون ته لېږدول شوي او د څلور ټپیانو روغتیایي وضعیت خراب راپور ورکړل شوی.
د طالبانو سیمهییز چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ډېری وخت د دوی ځواکونو ترمنځ خپلمنځي نښتې رامنځته کېږي.