له ۱۸ کالونو وروسته، آیینه ټلویزیون له فعالیت کړلو پاتې شو

لخوا Aamaj News

د افغانستان د خبریالانو مرکز تېره ورځ خبر ورکړی، چې د آیینه خصوصي ټلویزیون له اتلس کاله رسنیز کار وروسته، خپل فعالیت درولی.

دغه مرکز ویلي؛ چې د آیینې ټلویزیون فعالیت د مالي ستونزو له کبله پای ته رسېدلی او دا ټلویزیون له اتلس کالو وروسته سقوط کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، ډېری رسنۍ له فعالیت پاتې شوې دي.

دغه مرکز په هېواد کې د رسنیو له وضعیت څخه په اندېښنې سره هيله ښودلې؛ چې د اوسنیو مالي ستونزو او بندیزونو لرې کېدو سره رسنۍ خپل ریښتینی ځای ومومي او خلک وتوانېږي د بیان آزادی له بنستیز حق برخمن شي.

آیینه ټلویزیون د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال او د ملي جنبش ګوند رهبر مارشال عبدالرشید دوستم په مالي ملاتړ جوړ شوی و او په افغانستان کې لومړی خصوصي ټلویزیون و، چې په ۱۳۸۳ کال کې د طالبانو حکومت له سقوط سره په کابل کې په لار واچول شو او فعالیت یې پیل کړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ