اتمر: د اوسني وضعیت یوازینۍ حل لاره، د ټولشموله حکومت جوړښت دی

لخوا Aamaj News

د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت وزیر، حنیف اتمر د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له پتې څخه پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ته د یو لیک په لېږلو سره؛ په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړښت غوښتونکی شوی.

په یاد لیک کې راغلي؛ چې داسې حکومت باید جوړ شي، چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ وي تر څو په هغه کې اسلامي ارزښتونه، بشري حقونه، د ښځو حقونه، ټولنیز عدالت پکې رعایت شي او هېچاته د افغانستان له خاورې د ګټې اخیستنې اجازه ورنکړي.

اتمر د افغانانو تر منځ د دوحې تړون پر بنسټ د افغانانانو تر منځ د خبرو اترو غوښتونکی شوی او دا کړنه یې د ټولشموله حکومت په جوړښت کې اړین بللی.

همداشان نوموړي په اوسني وخت کې د افغانستان د چوکۍ ساتلو په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان له پرېکړې څخه ستاینه کړې او د اسلامي همکاریو سازمان څخه یې غوښتي چې همداشان موقف ونیسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ