اتمر: ما نه دي ویلي چې فدرالي نظام د ملوک الطوایفي په مانا دی

لخوا Aamaj News

د بهرنیو چارو پخواني وزیر، محمد حنیف اتمر وروستیو څرګندونو ته له پراخو غبرګونونو وروسته، اوس نوموړی وايي نه دي ویلي چې فدرالي نظام د ملوک الطوایفي په مانا دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر نن (چهارشنبه د لړم ۱۱مه) ویلي دي چې ځینو کسانو د هغه له مرکې ناسمه اخیسته کړې ده.

ښاغلي اتمر زیاته کړې: «ځینو غواړي په قصدي ډول ناسم پوهاوی رامنځته کړي؛ ځکه یې اوازې خپرې کړې چې ما ویلي فدرالي نظام د ملوک الطوایفي په مانا دی.»

اتمر په دوام کې یو ځل بیا ټینګار کړی: «د هېواد په اوسنیو حالاتو کې (اوسمهال) د دې خطر شته چې فدرالي نظام په ملوک الطوایفي بدل شي.»

دا غبرګون په داسې حال کې دی چې د ښاغلي اتمر هغه خبرې چې ویلي یې وو افغانستان یو واحد سیاسي نظام ته اړتیا لري او دا مهال فدراليزم ملوک الطوایفي ته لاره هواروي، د یو شمېر سیاسي څېرو او کاروونکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ