عاصي: شمال ته په قومي لښکر کشۍ؛ طالبانو د افغانستان د وېشلو زمینه برابره کړې

لخوا Aamaj News

په تېر حکومت کې د دفاع وزارت مرستیال، تمیم عاصي وايي چې طالبانو شمال ته په قومي لښکر کشۍ سره د ملي نفاق تخم کري. د هغه په وینا طالبان د افغانستان د وېشلو لپاره د زمینې برابرولو وسیله ګرځیدلې ده.

د دفاع پخواني مرستیال وزیر نن (دوشنبه د تلې ۱۱مه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د شمال د خلکو په ځانګړي ډول پنجشېر، اندرابونو، تخار او بغلان د خلکو د ځپلو لپاره د تازه دمو سرتېرو استول قومي، ژبني او سمتي کرکې ته د لارې هوارولو مخینه ده او د افغانستان ملي وحدت ګډوډوي.

ښاغلي عاصي ټینګار کړی چې دا کار خورا «خطرناک» دی.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان د افغانستان د وېشلو د زمېنیې جوړولو لپاره وسیله ګرځېدلې ده.

هغه طالبانو ته په خطاب یو ځل بیا ټینګار کړی چې په پایله کې دا طالبان دي چې باید د افغانستان له نورو توکمونو سره یو ځای ژوند وکړي.

هغه همداراز د شمال د خلکو په وړاندې د طالبانو د اقداماتو د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو خبرداری ورکړی: «ویره لرم چې شمال ته د طالبانو د لښکر کشۍ او کرکې له امله د ځورېدلو خلکو د عقدې وژني لپاره ګڼ شمېر بې ګناه خلک ووژل شي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ