پاکستاني کالم لیکونکی: افغانستان لا تر اوسه د سقوط په درشل کی دی

لخوا Aamaj News

پاکستاني ستون لیکونکی، سیرا اسد د پاکستان په ډیلي ټایمز کې په یوه مقاله کې لیکلی چې افغانستان مالي مرستو ته اړ دی ځکه چې دا هیواد لا تر اوسه د سقوط په درشل کې دی.

ښاغلی اسد زیاته کړې چې پاکستان تل د افغانستان په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او دا اندېښنه د دوو ناستو اسلامي همکاریو سازمان او د اروپايي ټولني، د امریکا استازي او نړیوالي ټولني مذاکراتو ته د زمینې په برابرولو، څرګنده کړې.

هغه په افغانستان کې د داعش فعال حضور او ګڼو بریدونو ته په اشارې سره لیکلی، داسي انګېرل کیږي چې شاوخوا ٢٠٠٠ د دغي ډلي جنګیالي د افغانستان په شمال او لویدیځ کې په تروریستي بریدونو کې ګډون لري.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان حکومت د تروریستي بریدونو کنټرول ستره ننګونه ده.

دغه پاکستاني کالم لیکونکی همدارنګه په تېرو درو لسیزو کې د دوو زبرځواکونو شتون او پرته له کومي پایلي د دوی وتلو ته په اشارې سره څرګنده کړې: «افغانستان افغانانو پوري اړه لري او باید د هغوی په واسطه اداره شي.»

ښاغلی اسد نړیواله ټولنه د افغانستان د بد وضعیت د حل مسوله ګڼلې او زیاته کړې چې د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو له اوږده مداخلاتو وروسته ښه دا دی چې داخلي مسایل د افغانستان خلکو ته پرېښودل شي.

نوموړی له نړۍ غوښتي چې داخلي ستونځو کې د لاسوهني پرځای د دې هیواد ناورین ته پر حل لاري فکر وکړي.

نوموړی خبرداری ورکړی چې پاکستان پخپله له ډیرو ناورینونو، په ځانګړي ډول له اقتصادي ناورین سره مخ دی او نو نشي کولای زیات شمېر افغان کډوال ومني.

اسد همدارنګه پر دغي موضوع او داخلي ستونځو په ټینګار سره زیاته کړې چې د شهباز شریف اوسني دولت په پاکستان کې د پام وړ اقتصادي ننګوونو سره مخ دی او دغه هیواد اوسمهال د افغانستان موضوع ته د لاس وهني توان نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ