طالبانو د پروان د بګرام لسوالۍ پخوانی امنیه قومندان، زوی او وراره یې کابل کې نیولي

لخوا Aamaj News

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د پخواني امنیه قومندان ډګروال احمد خان مشهور په احمدزي؛ خپلوان آماج ته وایي چې نوموړی طالبانو نیولی او له ځان سره یې بوولی.

دوی زیاتوي چې طالب ځواکونو احمدزی، زوی او وراره یې (پنجشنبه شپه د چنګاښ دویمه) د کابل ښار خیرخانې له ۳۱۵ سیمې څخه نیولي او لا یې له برخلیک مالومات نشته.

د احمدزي خپلوان وایي؛ تر اوسه چې هره ځای ته تللي کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د دوی په وینا؛ ډګروال احمدزی د تېر حکومت له پرځېدو دوه کال وړاندې تقاعد شوی وو.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ