سرچینې آماج ته وايي چې طالبانو د پخواني حکومت اجراییه ریاست سلاکار، داوودشاه متین او د هغه زوی نیولي دي.
د تېر حکومت اجراییه ریاست د سلاکار زوی، وحیدالله عاطف میرمن، عابده عاطف آماج ته وایي چې طالبانو د هغې خاوند او خسر د پنجشېري توب په جرم نیولي دي.
د نوموړې په وینا طالبانو تېره ورځ (شنبه، چنګاښ ١١مه) له زرهی موټرونو سره مخکي له غرمې شاوخوا ١٠:٠٠ بجې د کابل ښار یوولسمي ناحیې اړوند، د ښاغلي متین کور محاصره او دغه پلار او زوی پرته له کومي پوښتني ګروېږني له ځان سره بوتلل.
داوودشاه متین، د پنجشېر ولایت د فراج کلي اصلي اوسېدونکی دی چې د جهاد په دوره کې د دغه ولایت له مخه ورو قومندانانو څخه و.
لاتراوسه د دغه جهادي قومندان د نیولو انګیزه معلومه نه ده. طالبانو په دې اړه څه نه وایي.
تردې وړاندي هم د مخکیني چارواکو او پوځیانو پراخي پیښي تر سره شوي.