له هېواد څخه بهر ته د پوځي توکو لېږد؛ ایران د پخواني پوځ پوځي توکي طالبانو ته وسپارل

لخوا Aamaj News

په هرات کې طالب چارواکي وایي؛ چې د تېر حکومت ټول هغه پوځي توکي چې د نظام د پرځېدو پر مهال ایران ته لېږدول شوي وو، بېرته راګرځول شوي.

باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې د طالب چارواکو د زیاتو هڅو له پایله کې، دا پوځي توکي تېره شپه د اسلام قلعه له بندر څخه هېواد ته راولېږدول شول.

یادو پوځي له ډلې وسلې، هاموي او رنجر موټر دي.

د جمهوریت نظام د پرځېدو پر مهال هرات کې زیات شمېر پوځیان او جهادي مشران له پوځي توکو سره ایران ته دننه شول.

دا په داسې حال کې ده؛ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، تل ګاونډیو هېوادونو ته د هېواد پخواني پوځ د وسلو او توکو له قاچاق څخه راپورونه ورکړل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ