حسنا جلیل: د غني د حکومت او ټولو سیاسي رهبرانو په استازولۍ بښنه غواړم

لخوا Aamaj News

د غني د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ معینې د جمعې په ورځ پر فېسبوک له خلکو بښنه غوښتې او له سیاسي رهبرانو یې هم هیله کړې چې له خلکو بښنه وغواړي.

نوموړې زیاته کړې؛ همدا چې په تېرو دوه لسیزو کې د هغه سیاسنو د بښنې نوبت تېر شي، چې زما او ورته کسانو د عمر دوه برابره تجربه یې درلوده، ډېر ژر به زما او ماته ورته کسانو د بښنې غوښتلو نوبت راورسېږي.

نوموړې په دې پیغام کې لیکلي د هغه سیاسونو په استازولۍ چې له ۲۰۰۱م مال راپدېخوا یې ملت چپه او راسته، ارزان او تر هغې ارزان په پردیو او ګاونيانو وپلورلو، د هغه رهبرۍ په استازولۍ چې شعار یې(زه ژوندی، نړۍ ژوندۍ) و؛ بښنه غواړم.

همداشان نوموړې لیکلي چې له انتقالي حکومت بیا د نظام تر سقوط پورې د هغې مفسدې کړۍ په استازولۍ چې دولتي دستګاه کې یې حضور او ريښې درلودې، او د رسنیو هغه فعالینو په استازولۍ چې د خبریالانو تر نوم لاندې یې فعالیت درلود او په رسنیو کې د شتون لامل یې د حکومت ورک نومو مامورینو ته لارمونده وه، بښنه غواړم.

حسنا جلیل د اشرف غني په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت معینه او بیا د ښځو چارو وزارت معینه شوه. نوموړې د غني د حکومت په وروستیو ورځو کې، کابل د امریکا په مقصد پرېښود.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ