د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا: هېڅ ډلې په دې خاوره کې په زور او فشار سره باثباته حکومت نه دی کړی

لخوا Aamaj News

یو شمېر افغان سیاسي مشران او د طالبانو ضد سیاستوال د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د «مقاومت  عالي شورا» تر عنوان لاندې په غونډه کې راټول شوي او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې له طالبانو غوښتي چې د خبرو مېز ته حاضر شي، څو د افغانستان اوسنۍ ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

دغه غونډه په انقره کې د افغانستان اسلامي ملي جنبش د مشر مارشال، عبدالرشید دوستم په کور کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا پر جوړولو موافقه وشوه.

دغو تجربه لرونکي سیاستوالو د سوله ییز حل لاري د ټینګار په ضمن کښې، په پنجشیر، بغلان، تخار، سمنګان، بدخشان، پروان، کاپیسا او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر ضد د وسله والې مبارزې ملاتړ کړی او هغه یې مشروعه ګڼلې.

دوی د یوې اووه ماده ییزي اعلامیې په خپرولو د افغانستان ګاونډي هیوادونو ته هم ويلي چې په افغانستان کې د «طالبانو انحصاري او غاصبانه واکمنۍ» د ناورين او پراخي بې ثباتۍ لامل شوې ده.

په دغه اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اوسنی وضعیت به د ګاونډیو هېوادونو په ګټه نه وي او نړۍ باید د افغانستان له راتلونکي ناورین ته پام وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، «نړۍ باید پوه شي چې طالبان په هېڅ صورت د اسلامي، بشري، نړیوالو معیارونو او د بشري حقونو په معیارونو پابند نه دي.»

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلی د افغانستان د ژغورني لپاره د ملي مقاومت عالي شورا لومړی د افغانستان له ګاونډیانو غواړي چې طالبان دي خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي او دا چې جګړه د حل لاره نه ده؛ خو دا د طالبانو پر وړاندې د چوپتیا په معنی نه ده.

که څه هم له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ترکیه افغان سیاستوالو ته په دې هېواد کې د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي. خو د ځینو ګډونوالو په وینا او د ښاغلي دوستم کور ته د میلمنو د ننوتو د ویډیوګانو پر بنسټ، غونډه د ترکیې د پولیسو له خوا تر کلک امنیتي تدابیرو لاندې جوړه شوې وه.

طالبانو تر اوسه د انقرې د غونډې په اړه څه نه دي ویلي. خو دوی په دې وروستیو کې له افغان څېرو سره د تماس په نوم یو کمېسیون جوړ کړی چې هېواد ته د افغان سیاسي څېرو د راتګ لپاره لاره هواره کړي.

عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف، عطا محمد نور، میر رحمان رحماني، محمد علم ایزدیار، د صلاح الدین رباني استازي، لطیف پدرام او د امیر اسماعیل خان زوی، جنرال دین محمد جرات راحله دوستم، محمد یونس قانوني، احمدضیاء مسعود، الیاس یلماز، معصومه خاوري او یو شمېر نورو افغان سیاسي شخصیتونو په دې غونډه کې ګډون درلود.

د مقاومت عالي شورا به د لسو کمیټو په جوړښت سره فعالیت وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل دى، چې د هېواد له اوسني حالت څخه د افغانستان د ژغورنې په موخه د هېواد د اکثريت سياسي مشرانو او د ټولو قومونو په يو ځاى کېدو سره دومره لويه غونډه جوړېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ