په هرات ولايت کې د ګذرګاه د جامع جومات خطیب، مولوي مجیب الرحمان انصاري وايي، که د طالب مشران ورته اجازه ورکړي، نو مجاهدین به سمدستي ټوله نړۍ ونیسي.
هغه په خطابې کې ويلي: «په خدای قسم که د اسلامي امارت مشران اجازه راکړې، مجاهدین به په سپینه ماڼۍ کې هغه سپین بیرغ پورته کړي چې د شهادت کلمه پرې ليکلې وي.»
د افغانستان د لوېديځ جنجالي ملا مجيب الرحمان عالم د افغانستان د پخواني حکومت ملاتړ يوه “سخته ګناه” بللې او پر پخوانيو حکومتي ځواکونو يې غږ کړئ چې د هغوی له پاره کار نکړي.
هغه په دې وروستیو کې په هرات کې پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې اسلامي قانون عملي کړي او د غلو لاسونه پرې کړي.
دغه ملا چې د پخواني حکومت يو له سر سخته منتقدینو څخه و، د جمهوریت نظام يې فاسد، ظالم او خاين يادوئ.