مولوي انصاري: هغه کسان چې د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو په وړاندې بغاوت کړي آخرت یې ترینګلی دی

لخوا Aamaj News

د هرات ګذرګاه جامع جومات امام مولوي مجیب‌الرحمن انصاري وایي هغوی چې د هېواد په هره خوا کې د مقاومت جبهې په نوم د «اسلامي حکومت» په وړاندې بغاوت کړي «آخرت یې ترینګلی» دی.

نوموړي په خپله نوې وینا کې زیاته کړې چې اوسنی حکومت یرغلګر نه دی او ځوانان باید تر هر نوم په ځانګړي ډول مقاومت جبهې تر نوم لاندې په خلاف کړنو لاس پورې نه کړي.

مولوي مجیب‌الرحمن انصاري وویل هغوی چې نن د حکومت په وړاندې جګړه کړي، پرون چېرې وو چې اداري او اخلاقي فساد خپل اوج ته رسېدلی وو.

نوموړي په خپله دې وینا کې وویل چې ځینې علما تر پرون د «امریکا کاسه څټونکي» وو نن د پولو هغه خوا خلک د دې نظام په وړاندې لمڅوي.

انصاري له دې وړاندې کابل کې د طالبانو د علماوو غونډې ته ویلي وو چې هرڅوک د طالبانو په وړاندې سر پورته کوي باید سر یې پرې شي.

مجیب‌الرحمن انصاري پر افغانستان کې د طالبان له واک ته رسېدو وړاندې څو ځلې پخوانی حکومت لاسپوڅی بللی وو او د هغه أه وړاندې جهاد یې روا بللو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ