د ورځپاڼه لیکونکو نړیوال مرکز(ICFJ)، افغان خبریاله انیسه شهید د ورځپاڼه لیکونکو نړیوالې جایزې ګټونکې اعلان کړې ده.
یاد مرکز د انیسې شهید ترڅنګ؛ د اوکرایني خبریالانو یو ټیم او په السالوادور کې یو رسنیز فعال د یادې نړیوالې جایزې ګټونکي اعلان کړي.
انیسه شهید د کرونا کړکېچ پر وخت د سرچینو د مدیریت له خپل څېړنیز راپور، د ورځپاڼه لیکونکو نړیوالې کلنۍ جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.
شهید له طلوع نیوز سره د کار څو کلنه تجربه لري او د افغانستان له سقوط وروسته، اړ شوه تر څو هېواد پرېږدي.
نوموړې تېر کال په افغانستان کې د بیان آزادې کلنۍ جایزې ګټونکې هم شوې وه.