په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندیشه د ملګرو ملتونو د بشرحقونو په ناسته کې ویلي: «طالبان له تاوتریخوالي ډکه ډله ده چې د افغانستان خلکو بنسټیزې آزادۍ یې له دوی اخیستې دي.»
په جېنوا کې د افغانستان استازولۍ نن (پنج شنبه د غبرګولي ۲۶مه) د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي چې په تېرو لس میاشتو کې نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د تعامل لپاره له هر ډول لارې ګټه اخیستې ده؛ خو بې پایلې وه.
نصیراحمد اندېشه په یاده غونډه کې زیاته کړې چې له طالبانو سره د نړۍ تعامل بنبست ته رسېدلی.
د نوموړي په وینا؛ اوس مهال کې ښځې نشي کولی سیاسي ژوند ولري.
نوموړي څرګنده کړې؛ چې د هېواد ځینو برخو کې د نښتو په زیاتېدو سره، د بشر حقونو د نقض وحشیانه راپورونه خپاره شوي.
د یادونې وړ ده؛ چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ناسته تېره ورځ (چهار شنبه) پیل او د جولای میاشتې تر ۸مې نېټې به دوام وکړي.