د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، ناروې ته د طالبانو هيئت د سفر په اړه وایي؛ چې طالبانو له ډېرې مودې را وروسته د ناروې په ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره د تړلو دروازو تر شا غونډې درلودې.
اندرابي په یو ټویت کې لیکلي؛ چې توپیر دا دی چې اوس دا غونډې په علني ډول ترسره کېږي؛ خو طالبان د پاکستان د استخباراتو “آیاسآی” له اجنډا او فریب سره دغه خبرو اترو ته دننه کېږي او حاضر نه دي په صداقت سره خبرې وکړي. او له افراطیت او ترورېزم څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.
د مسعود اندرابي په وینا: “د طالبانو تفکر داسې ساده ډول بدلون نه کړي او دوی د خپلو تروریستو وروڼو له ملاتړ نه لاس په سر کېږي.”
د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړي؛ چې یوازې هغه وخت کولی شي خبرو اترو او راتلونکي ته هیله ولرو چې طالبان حاضر شي منتخب او غیر متمرکز حکومت د خبرو اترو د اصلي چارچوب او قاعدې په توګه ومني.
1 تبصره
very satisfying in terms of information thank you very much.