اندرابی: طالبان له نړیوالو ترورېستانو، له دې ډلې القاعدې سره، د دوی د اړیکې پټولو لپاره د دغه سازمانونو د غړو لپاره “افغاني پېژند پاڼې او پاسپورټونه” ویېشي

لخوا Aamaj News

د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر، مسعود اندرابي وایي؛ طالبان له نړیوالو ترورېستانو، له دې ډلې القاعدې سره، د دوی د اړیکې پټولو لپاره د دغه سازمانونو د غړو لپاره “افغاني پېژند پاڼې او پاسپورټونه” ویېشي.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې طالبانو د پاکستان پوځ کې له ځینو کړیو سره په مشوره پر دې کار لاس پورې کړی. 

د نوموړي په وینا پاکستان نړیوالو ترورېستانو له دې ډلې د طالب مشرانو لپاره د تابعیت سندونو په ویشلو سره، کالونه هڅه کړې تر څو له نړیوالو بندیزونو او فشارونو له دې ډلې د ” FATF” د تروریستانو د ملاتړ او تمولو پر بنسټ د مالي کړنو ځانګړې ډله څخه وتښتي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ