اندرابي: غني او نږدې ملګري یې د نظام د پرځېدو لومړۍ درجه مسوولین دي

لخوا Aamaj News

د کورنیو چارو پخوانی وزیر وایي، چې اشرف غني او نږدې ملګري یې د نظام پر ځېدو او له پرځېدو وروسته د خلکو د بدبختیو لومړۍ درجه مسوولین دي.

نوموړي د امریکا بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپئو خبرو ته په اشارې سره؛ چې اشرف غني د سولې مخنیوی کړ؛ ټینګار کړی دی، چې اشرف غني هېڅکه د سولې هغې خبرو اترو په اړه چې امریکایي لوري سره کېدې، د امنیت شورا، کابینه او د افغانستان د نظام مشران نه خبرول.

د نوموړي په وینا، د سهار ۸ بجو غونډه کې تښتېدلي ولسمشر له خپلې درې کسیزې کړۍ سره کتل؛ ځکه د اندرابي په باور دا د فرصتونو له منځه تللو لامل شو، چې کولی یې شول مشورې سره د افغانستان په ګټه پای ومومي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړې ده، چې اشرف غني او درې کسیزې ډلې یې د امریکا له سیاستونو پېژندګلوي هم درلوده او له دې لوري یې د امریکایي ځواکونو د وتلو منفي تبلیغاتو ته د امنیتي بنسټونو مالوماتو ته هم پام ونکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو پخواني وزیر خپل کتاب کې اشرف غني د سولې مخنیونکی او تر ټولو بد رهبر ګڼلی دی.

نوموړي خپل کتاب کې لیکلي، چې اشرف غني «په ټوله مانا یو درغلي کوونکی رهبر وو، چې واک ته د رسېدو لپاره یې د امریکایي ځواکونو ژوند له لاسه ورکولو؛ هېڅکله چمتو نه وو د خپل هېواد لپاره له ځان تېر شي.»

خو د تښتېدلي ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جمهوریت پرځېدو کې د اشرف غني د رول په اړه د امریکا بهرنیو چارو پخواني وزیر خبرې «لوی دروغ» بللي دي او ویلي یې دي: «د غني حکومت د سولې منع کوونکی نه وو؛ د پومپئو کتاب له دروغو ډک دی.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ