د القاعدې رهبر کابل کې ووژل شو؛ اندرابي: د افغانستان خلک باید د طالبانو له بند څخه وژغورل شي.

لخوا Aamaj News

د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي وایي چې کابل کې د القاعدې د رهبر وژل کېدل د طالبانو، سیمه‌ییزو او نړیوالو ترورېستانو تر منځ د ژورې اړیکې ښکارندویي کوي.

نوموړي نن (سه شنبه د زمري ۱۱مه) په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې کابل کې د اوسنیو واکمنانو په وړاندې چې له پخوا د ترورېستانو کوربه دي د نړیوالې اجماع جوړول جدي اړتیا ده، تر څو د ترورېزم او فراطیت ګواښ له منځه لاړ شي او د افغانستان خلک د دوی له بند وژغورل شي.

د القاعدې شبکې رهبر ایمن الظواهري تېره ورځ کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د افغانستان خاوره کې د القاعدې شبکې د رهبر وژل کېدل د غبرګونونو له موجونو سره مخ شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ