د تېر حکومت د کورنیو چارو، وزیر مسعود اندرابي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان ته د طالبانو هیئت په وروستي سفر کې د هغې هواد چارواکو له لوري دوی ته غوږڅنډنه شوې؛ تر څو ټولشموله حکومت جوړ کړي او ځینو څېرو لکه د مصالحې عالي شورا پخواني رئیس، ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر، حامد کرزي ته په یاد حکومت کې ځای ورکړي تر څو نړیوال یې ومني.
اندرابي زیاته کړې چې په کور دننه افغانستان کې استاد جلال په ښکاره ډول د دوی په وړاندې د نیوکې غږ پورته کړی او که طالبان غواړي له نړیوالې انزوا بهر شي باید د خلکو غږ واوري.
د کورنیو چارو پخواني وزیر په وینا؛ د طالبانو استبدادي او قومي تګلاره پایله نه لري.
1 تبصره
I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!