پخواني داخله وزیر مسعود اندرابي وایي، طالبانو د بشري حقونو نړیوال څار بنسټونو د خبرداری برسېره په پنجشېر، اندراب او نورو ولایتونو کې خپل ظلم ته دوام ورکوي.
هغه په پنجشېر کې د طالبانو لخوا د یو ځوان د وژلو په غبرګون کې په یو ټویټ کې لیکلي، د طالبانو زوال رسېدلی؛ خو خلک یې جنایتونه نه هېروي.
دا په داسي حال کې ده چې طالبانو نن د پنجشېر په پېشغور کلي کې یو ځوان چې رواني ناروغۍ یې درلود په ډزو وژلی.
د دغه ځوان وژنه د پنجشېر د اوسېدونکو اعتراضونه هم له ځان سره لرل.
تر دې وړاندي هم په پنجشېر او د بغلان په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو د پراخو وژنو او نیونو راپورونه ورکړل شوي.
د بشري حقونو د څار سازمان هم په یو راپور کې ویلي، طالب ځواکونو په پنجشېر کې د دغه ولایت اوسېدونکي د مقاومت جبهې سره په همکارۍ تورن کړی او بیا یې په غیر قانوني توګه نیولي او شکنجه کړي دي.
4 تبصرې
Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website’s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.
Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.
very informative articles or reviews at this time.
Nice post. I learn something totally new and challenging on websites