د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر مسعود اندرابي په سو ټوسټ کې لیکلي؛ چې هېواد ته د سیاسیونو د راستنېدو لپاره د طالبانو لخوا د کمیسیون جوړلو، د دوی لخوا د عام وګړو غولول دي او د هېواد بنسټیزو ستونزو په حل کې د دوی پاتې راتلل ښکاروي.
انداربي زیاته کړې؛ چې که طالبان پر خلکو باور نه لري؛ باید وژنې او ځورونې بندې کړي او د ټاکنو ترسره کولو او نامتمرکز نظام جوړولو ته دې ژمن شي.
د مسعود اندرابي دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې د طالبانو کابینې تېره ورځه هېواد ته راستنېدو لپاره ددافغانستان شخصیتونو سره د اړیکو او عودت کمیسیون د جوړولو تګ لاره تصویب کړه.
د یاد کمیسیون ریاست د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور پر غاړه لري.
ویل کېږي چې د یاد کمیسیون دنده له افغان شخصیتونو سره د اړیکو ټینګول او هېواد ته د دوی د راستنېدو لارو چارو برابرول ده.