د افغانستان د جګړې موسم؛ ولې طالبانو د پنجشیر او اندراب په جګړه کې ماتې وخوړه؟

لخوا Aamaj News

د اشرف غني له تښتې او د طالبانو په لاس د حکومت له پرځېدو سره، د افغانستان دوه استراتېژیکو سیمو کې د مقاومت هسته کېښودل شوه، خو د کورنیو عواملو په مرستې سره دې مقاومت په جبهیي ډول ډېر دوام ونه کړ او مات شو.

د طالبانو حکومت له اتو میاشتو په تېرېدو سره، داسې برېښي چې پنجشیر او اندراب یو ځل بیا د طالبانو لپاره په سر خوږي بدل شوي.

خو څه څېزونه دې ورځو کې په پنجشیر او اندراب کې طالبانو پرله پسې ماتو لامل شو؟

سرچینې آماج ته وایي؛ چې جګړه پر پنجشیر او اندراب د برید د لومړیو ورځو په څېر جبهیي حالت نه لري او په پېچلې جغرافیه کې د چریکي ځواکونو درېدنه سخته ده.

خو مقاومت جبهې ته نږدې سرچینې وایي؛ چې پنجشیر او اندراب د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې د اشغالګرو درېدنه کړې او دا ځل بیا هم همداسې وشي.

د سیمې یو اوسېدونکی آماج ته وایي؛ چې د تاریخ په اوږدو کې د هېڅ اندرابي کور د شهید له تابوت پرته نه و، د نوموړي په باور دا د دې جغرافیې د خلکو د نرتوب نښه ده.

خو پنجشیر کې د طالبانو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، آماج ته وایي چې سیمه ییز طالبان د جګړې لپاره پوره اشتیاق او امکانات نه لري، اړ له بل پلوه کله چې د ځینو سیمه ییزو چارواکو له فاسدو څېرو سره ویني، د جنګېدو لپاره ورته انګېزه نه پاتې کېږي.

خو په اندراب کې یوه سیمه ییزه سرچینه آماج ته وایي؛ چې غیرپښتانه طالبان نور د قومندانۍ یوالي انګېزه چې لومړیو کې یې درلوده اوس یې نه لري، او د طالبانو د رهبرۍ په کچه په چټکۍ سره د تګ قومۍ شاهدان یو. د دې سرچینې په وینا، په ځانګړي ډول د اُزبېکانو د طالبانو لپاره د شل کلنې جګړې بده قرباني ترلاسه کړې او دا د تاجېک طالبانو لپاره هم لوی درس شوی.

خو د مقاومت جبهې یو قومندان آماج ته وایي؛ چې د فساد او انګېزې نشتون سربېره د طالبانو ماتې ډېر لاملونه لري، نوموړی زیاتوي: «د مقاومت چریکان د هرې ورځې په تېردو سره د پروګرام، همغږۍ او چمتوالي نیسي او او د ګوریلایي جګړې په معیارونو له طالبانو سره جنګېږي.»

بل پلو یو پخوانی پوځي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، آماج ته وایي چې طالبان په پېچلې سیمه کې د مقعومت د چریکیانو په وړاندې د جګړې توان نه لري او له بل پلوه امکان نه لري چې له لوږو او بې امتیازه سرتېرو سره دې څوک جګړې ته ودانګي.

نوموړی زیاتوي: «د دې لاملونو تر څنګ، د جګړې د انګېزې نشتون او د پرمختتلو هوایي امکاناتو نشتون په پنجشیر او اندراب کې د طالبانو جګړه له ماتې سره مخ کړې ده.»

د طالبانو یوه سرچینه هم وایي؛ چې کله طالب جنګیالي خپل ځینې رهبران ویني چې فساد کې ښکېل شوي، شاهانه ژوند یې جوړ کړی او خپلې مېرنې یې ډېرې کړې دي، نور د جګړې لپاهر انګېزه نه پاتې کېږي.

په هر حال، د دې سربېره چې طالبان د پنجشیر او اندراب د جګړې په اړه له هر ډول نظر ورکولو ډډه کړي، خو داسې برېښي چې دا جګړه دوی ته په سرخوږي بدله شوې. خو دا چې طالبان په دې جګړه کې بریالي کېږي یا نه؛ وخت به ورته ځواب ووایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ