بغلان کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د یاد ولایت اندرابونو کې یو ۱۷ کلن ځوان د خپلې کورنۍ د سترګو په وړاندې په ډزو وژلی.
د سرچینو په وینا؛ یاده پېښه تېره ورځ (چهارشنبه د چنګاښ ۲۹مه) ناوخته د د یاد ولایت ده صلاح ولسوالۍ د قاسان درې په کاسه تراش سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په خبره په ډزو وژل شوي ځوان شمس الله نوم درلود.
سرچینې زیاتوي؛ چې طالبانو په کاسه تراش کې د ډزو اورېدو وروسته کور په کور پلټنه پیل کړې او د یادې پلټنې په بهیر کې یې شمس الله په ډزو وژلی.
طالبان په دې اړه څه نه وایي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د بغلان اندرابونو کې له یوې اونۍ را په دېخوا د طالبانو او ملي مقاومت جبهې تر منځ نښتو دوتم درلود؛ خو سرچینې وایي چې طالبانو یادو جګړو کې له ماتې وروسته د ملکي وګړو په وژلو لاس پورې کړی.