د مقاومت جبهې دوه غړي او وروڼه اندرابونو کې له طالبانو سره نښته کې ووژل شول

لخوا Aamaj News

بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې پخواني حکومت کې د ملي امنیت کارکوونکي دوه وروڼه د زبیر شجاع او صدیق الله اندرابي په نومونو اندرابونو کې له طالبانو سره نښته کې ووژل شوي.

د سرچینې په وینا؛ دا دوه وروڼه تېره شپه (دوشنبه د چنګاښ ۲۷مه) د بغلان ولایت اندرابونو په جر قاسان سیمه کې وژل شوي.

سرچینې زیاتوي؛ چې زبیر پخواني حکومت کې د ملي امنیت کارکوونکی او کوچنی ورور یې سمنګان ولایت کې د ملي امنیت عملساتي قومندان وو، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ملي مقاومت جبهې سره یو ځای شوي وو.

په ورته وخت د سرچینې په وینا، پر اندرابونو او په ځانګړي ډول جر قاسان دره کې د ملي مقاومت پر مورچلو د دفاع وزیر په رهبرۍ د طالبانو درانه بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ