بغلان کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې د مقاومت جبهې یو قومندان اندرابونو کې له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی.
د سرچینې په وینا؛ یاد قومندان شکور نوم درلود او (دوشنبه، د چنګاښ ۲۷مه) د اندراب جرقاسان کې له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی.
دا په داسې حال کې ده؛ چې مقاومت جبهې ویلي چې اندرابونو کې د طالبانو سخت بریدونه له ماتې سره مخ شوي، ۱۷ طالبان وژل شوي او ملا یعقوب مجاهد په ناهیلۍ بغلان خوشي کړی.