طالبانو د اندرابونو په قاصان کې د یو پخواني قوندان له کور څخه قرارګاه جوړه کړې

لخوا Aamaj News

بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د یاد ولایت د اندرابونو په قاصان سیمه کې د منیار بېک په نوم د یو پخواني قومندان له کور څخه قرارګاه جوړه کړې.

د سرچینې په وینا، طالبانو یوه میاشت وړاندې په زور د دې پخواني قومندان کورنۍ کډه کړه او له کور څخه یې قرارګاه جوړه کړې. سرچینې زیاتوي، چې څه باندې ۴۰ طالبان د نوموړي په کور کې ځای پر ځای شوي او د کور ټول توکي یې غلا کړي دي.

د سرچینې په وینا، د یاد قومندان بڼ څه باندې ۵۰۰ د مڼو ونې لري او له کور څخه یې یو کیلو متر واټن لري؛ خو د طالبان نه پرېږدي چې د کورنۍ غړي یې مڼې وپلوري او زوی یې هم وهلی او ټکولی او بڼ ته یې د دننه کېدو اجازه نه ده ورکړې.

سرچینې زیاتوي چې د یاد ولایت د ډنډ غوري اوسېدونکی طالب قومندان له خپلو جنګیالیو سره هره ورځ د دې بڼ مڼې ډنډ غوري کې خپلو کورنیو ته لېږي.

د یاد پخواني قومندان د کورنۍ غړي له آماج سره په خبرو کې د خبرو په منلو سره وایي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي.

دوی وایي چې قومندان منیار بېک له طالبانو په سره په جګړه کې وژل شوی.

دوی وایي چې خپلوان یې تېره ورځ د اندراب ده صلاح ولسوال ته ورغلل او شکایت یې وکړ خو د دوی په وینا ولسوال ویلي چې له توان یې پورته ده او څه نه شي کولی.

طالبان په دې اړه څه نه وايي.

طالبانو له دې وړاندې هم په پنجشېر کې لسګونه استوګنځي، ښوونځي او روغتیایي مرکزونه په پوځي قرارګاوو باندې بدل کړي وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ