طالبانو اندرابونو کې یو ګونګی کس سخت وهل او ډبولی

لخوا Aamaj News

بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د یاد ولایت د اندرابونو په ولسوالۍ کې یو ګونګی سړی سخت وهل او ډبولی.

سرچینې نن (سه‌شنبه د زمري ۱۱مه) زیاتوي چې نوموړی تېره اونۍ له کوم جرم پرته نیول شوی او سخت وهل او ډبول شوی.

د سرچینو په خبره، یاد کس بدن له ملا ښکته د ورنورو برخو او تناسلي آلې زیان لیدلی.

د دوی په خبره، طالبانو یې خپلوانو ته هم خبرداری ورکړی چې شکایت ونه کړي.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ