د مقاومت جبهې یو قومندان اندرابونو کې ووژل شو

لخوا Aamaj News

بغلان کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د یاد ولایت اندرابونو کې له طالبانو سره جګړه کې د مقاومت جبهې یو قومندان وژل شوی.

د سرچینې په وینا یاد قومندان بابه محمد یاربیک نوم درلود او نن (پنج شنبه د چنکاښ ۳۰مه) یې له خپل یو ساتونکي سره یو ځای له طالبانو سره جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی.

د بغلان اندرابونه تېره یوه اونۍ کې د طالبانو او مقاومت جبهې د سختو نښتو شاهد وو. سرچینې وایي چې طالبانو دې جګړو کې له ماتې وروسته د ملکي وګړو په وژلو لاس پورې کړی.

بل پل دې یادې یوې اونۍ په بهیر کې له طالبانو سره جګړه کې د مقاومت جبهې دوه قومندانانو په ګډونه ۸ ځواکونو ژوند له لاسه ورکړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ