د بښنې نړیوال سازمان بلخاب ولسوالۍ کې د جګړې په اړه خپله نوي غبرګون کې؛ له هغه څه څخه چې یاده ولسوالۍ کې یې صحرایي اعدامونه بللي، اندېښنه ښودلې.
یاد سازمان نن (دوشنبه د چنګاښ ۶مه) په یو لړ ټویټونو کې د بلخاب ولسوالۍ د نښتو په اړه غبرګون او یاده ولسوالۍ کې یې د ملکي وګړو له اعدام اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده؛ چې نړۍ نه باید افغانستان کې د بشرحقونو له سرغړونو سترګې پټې کړي.
د بښنې نړیړال سازمان زیاته کړې: « د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته له زیان رسېدو او صحرایي اعدامونو له راپورونو ته سخت اندېښمن یو.»
دغه سازمان په دوام کې زیاته کړې؛ چې طالبان باید د اړیکې توکو بندولو او د جګړې سیمې ته د اړتیاوړ لومړنیو توکو د رسېدو له مخنیوي لاس په سر شي.
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی: «د جګړې په سیمه کې د مالومات آزاد بهیر باید رعایت شي. د لېږد رالېږد او د ټولنې اړینو اړتیاو د برابرولو څخه مخنیوی جګړهییز جنایت دی.»
یاد سازمان څرګنده کړې؛ چې د جګړې ښکېل اړخونه موظف دي تر څو ټولو برخو کې د جګړې قوانین په بشپړ ډول رعایت کړي او ملکي وګړو ته له زیان رسولو مخنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده؛ چې د طالبانو او مولوي مهدي مجاهد د ځواکونو ترمنځ د نښتو له پیل را وروسته، بلخاب کې د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي چې د بشري حقونو د بنسټونو د اندېښنې لامل شوي.