د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د طالبانو له خوا د هغوی د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله ویجاړ شوی دی.
دغه راپور نن (چهارشنبه، زمري ۵مه) د «طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو تدریجي مرګ» تر سرلیک لاندې خپور شوی. په دې راپور کې د طالبانو له خوا د اعتراض کوونکو ښځو نیول، د اخلاقي فساد په تور د ښځو نیول او د ماشومانو د ودونو د پام وړ زیاتوالي خبرې شوې دي.
د راپور له مخې، ښځې د خپلو حقونو د غوښتني لپاره د سوله ییزو لاریونونو په غبرګون کې د طالبانو له خوا د ځورونې، خپلسري نیولو، ورکېدو او جنسي او رواني شکنجو سره مخ شوي دي.
یوې ښځې چې روان میلادي کال دطالبانو لخوا نیول شوې او څو ورځې په بند کې وه، د بښنې نړیوال سازمان ته وویل: ”طالب ځواکونو زما خونې ته راتلل او زما د کورنۍ انځورونه یې راته ښودل. هغوی دا کار مدام تکرارول … موږ کولی شو ټول ووژنو او تاسو هیڅ نشي کولی، مه ژاړئ، صحنې مه جوړوئ.“
د پوهنتون یوې محصلې د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې د محرم د بندیزونو په تور تر نیول کېدو وروسته ګواښل شوې او وهل ډبول شوې ده.
د بښنې نړیوال سازمان موندنې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ماشومانو او اجباري ودونو کچه مخ په زیاتېدو ده.
د بښنې د نړیوال سازمان عمومي سر منشي اګنس کامالار د افغان ښځو پر وړاندې د زور زیاتي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلی چې د طالبانو سختو سیاستونو میلیونونه ښځې او نجونې د خوندي او ازاد ژوند له حقه بې برخې کوي.
د بښنې نړیوال سازمان د عمومي سر منشي په وینا، د طالبانو د ځپلو پالیسي د افغان ښځو د ژوند نږدې ټول اړخونه تر سیوري لاندې راوستي دي.
له بلي خوا د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې ژر تر ژره د افغان ښځو د ملاتړ لپاره یوه قوي او همغږې تګلاره جوړه کړي.