د بښنې نړیوال سازمان وايي، په مزارشریف کې پر هزاره لمونځ کوونکو برید د بشریت ضد جنایت دی.
دغه سازمان ويلی، داسې ښکاري چې دغه برید د هزاره ملکي وګړو پر وړاندې د پراخو یا سیستماتیکو “تنظیم شوی” بریدونو یوه برخه وي.
نړیواله بښنه زیاته کړې، «دا بریدونه ښيي چې د افغانستان دواړه دولتونه (جمهوریت او طالبان) د هزاره ټولنې په ساتنه کې پاتې راغلي دي.»
دا په داسي حال کي ده چي د پنجشنبې په ورځ په مزار شریف کې د شیعه ګانو پر جومات د یوې چاودنې په ترڅ ۳۱ کسان وژل شوی او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.