په افغانستان کې د عفوې نړیوال سازمان مسؤله: په دغه هیواد کې وضعیت «ویروونکی» او «غیر انساني» دی

لخوا Aamaj News

د عفوې نړیوالې سازمان د افغانستان برخې مسؤلې، سمیرا حمیدي تېره ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې وضعیت «ویروونکی»، «خواشینونکی» او «غیر انساني» دی.

نوموړي همدا راز زیاته کړې هغه هېواد کې چې خلک یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومان پلوري او نړۍ یې ګوري، بشري حقونه بې مانا دي.

حمیدي زیاته کړې؛ په افغانستان کې اوسنی وضعیت د هغې ډلې خلکو ماتې ده، چې د افغانستان ښه کېدو مدعي و.

د نوموړې په وینا په ۲۱ قرن کې په افغانستان کې ۳۵ میلیونه کسان یرغمل ساتل کېږي.

په افغانستان کې د عفوې نړیوال سازمان مسؤلې له دې وړاندې هم د دې لپاره چې اوس هم د افغانستان ډېری ولایتونو کې نجونې له شپږم ښوونځي د پورته زدکړو اجازه نه لري؛ د طالبانو حکومت باندې نیوکه کړې وه.

په ورته وخت کې؛ دې وروستیو کې خپاره شوي راپورونه ښایي چې په افغانستان کې کورنۍ د خوړو او خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره خپل ماشومان پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره؛ په بېلابېلو سیمو کې خلک له اقتصادي ستونزو څخه شکایت لري او د دوی په وینا په دې برخه کې طالبانو چندان کار نه دی ترسره کړی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Rustler Radio - KCWC-FM November 5, 2023 - 1:26 am

Great website. Lots of useful information here. I look forward to the continuation.

ځواب

یو نظر پریږدئ