رینا امیري: طالبانو ښځې نالیدلې نیولې دي؛ د دوی رژیم «د نړۍ تر ځپونکی رژیم» دی

لخوا Aamaj News

د افغانستان ښځو او بشرحقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له بي‌بي‌سي سره یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو حکومت «د نړۍ تر ټولو ځپونکی رژیم» دی.

نوموړې زیاته کړې چې د طالبانو کړنې د دې لامل شوې دي؛ تر څو د دوی په وړاندې نړیوال بندیزونه دوام ومومي.

رینا امیري زیاته کړې: «هغه بندیزونه چې د طالبانو اړوند وضع شوي وو، د دوی د کړنو او تګ لارو له امله پر ځای پاتې دي.»

د افغانستان ښځو او بشر حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ټینګار کړی؛ چې طالبانو د افغانستان ښځې نالیدلې ګڼلې دي.

امیري د افغانستان پیسو بندېدو ته په اشارې سره وایي؛ چې د یادو پیسو د کنګل کېدو لامل له پوځي لارې د افغانستان نیول وو او هغه څه چې د دې کړنې او د بندیزونو د دوام شوي، د افغانستان خلکو په وړاندې د طالبانو تګ لاره ده.

خو طالبان د امریکا متحده ایالات د افغانستان بد اقتصادي وضعیت په اړه ګرم بولي او د افغانستان میلیاردونه ډالره شتمنۍ د خوشي کېدو غوښتونکي شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ