رینا امیري: د «افراطیت د ودې د مخنوي» له امله له طالبانو سره تعامل کیږي

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د ښځو او بشري‌حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو سره د اړیکو د توجیه‌کولو په اړه یو ځل بیا ویلي چې د «افراطیت د ودې د مخنوي» له امله باید له دې ډلې سره تعامل وشي.

د امریکا استازي وویل: «زه پوهیږم چې له طالبانو سره د نه ښکیلتیا دلیل په ډیرو دلایلو معقول دی؛ خو تاسو باید هېر نه‌کړئ چې له طالبانو سره زموږ په خبرو کې تل د بشري‌حقونو بحثونه د یو اصل په توګه مطرح شوي دي.»

هغې په ​​ډاګه کړه: «موږ تل طالبانو ته وایو چې تر هغو به ستاسو غوښتنو ته غوږ نه‌نیول کیږي، ترڅو د بشري‌حقونو منل‌شویو اصولو ته درناوی ونه کړې.»

اميري ټينګار وکړ چې د افغانستان له خلکو سره تعامل ته اړتيا ده او يوازې د خلکو انسجام د افغانستان لپاره د سمې لارې په ټاکلو کې مرسته کوي. هغې د افغانستان له خلکو وغوښتل چې سره متحد شي ځکه چې د هغې د استدلال له مخې د خلکو د یووالي نشتوالی «د طالبانو په ګټه پای ته رسیږي.»

دا توجیه په داسې حال کې ده چې د روان کال د اګست په دریمه میرمن امیري د «طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو پر اړتیا باندې د افغانانو او د بشري‌حقونو د مدافعینو د پراخ اصرار» خبره کړې وه چې د رینا امیري دغه «تور او لوی درواغ» له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی وه.

اړوند لیکنې

1 تبصره

The Breeze November 5, 2023 - 7:36 am

very satisfying in terms of information thank you very much.

ځواب

یو نظر پریږدئ