امیري: ټول‌ګډونه حکومت او د ښځو حقونو ته درناوی له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو کېلي ده

لخوا Aamaj News

د افعانستان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د پاکستان، قطر، ترکیې، ازبېکستان لوړپوړي چارواکي او د بهرنیو چارو وزیران او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هوکړه لري، چې ټول‌ګډونه حکومت، د بشر حقونه په ځانګړي ډول کار او زده‌کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي حقونه، له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو کېلي ده.

نوموړې په یو ټوېټ کې لیکلي، چې که طالبان غواړي له نړۍ سره عادي اړیکې ولري، د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته باید غوږ کېږدي.

نوموړې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مجمع په څنډه کې یې د پاکستان، قطر، ترکیې او ازبېکستان له بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو سره لیدلي.

دوی ویلي: «د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د بشر حقونه په ځانګړي ډول کار او زده‌کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي حقونو ته درناوی، له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو کېلي ده.»

طالب چارواکو تل ویلي چې د دې ډلې حکومت ټول‌ګډونه دی او په دې اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنې یې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

بل پل افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو د یو کال په تېرېدو سره، دوی لا تراوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستلې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ