د افغانستان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري په پکتیا کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بیا تړل کېدو او په دغه ولایت کې د ښځینه زده کوونکو د لاریونونو په غبرګون کې وایي چې د طالبانو ظالمانه او ویجاړونکي سیاست «هیڅ توجیه» نه لري.
امیري د ښځو په وړاندې د طالبانو له سیاستونو په سختي نیوکې سره زیاته کړې ده: «د دوی بدبینانه سیاستونه د افغان نجونو هېلي له منځه وړي.»
د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ټینګار کړی چې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستو لپاره د طالبانو دلیلونه د منلو نه دي او دا سیاست د دین او کلتور پر بنسټ هېڅ توجیه نه لري.
نوموړې همداشان خبرداری ورکړی چې د شته وضعیت دوام به افغانستان د لا زیاتي بې وزلي او ناهیلۍ په لور بوځي.
د امیري دا غبرګون په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو د پوهنې وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې خلک نه غواړي ١٦ کلنې لوڼي یې ښوونځي ته ولاړې شي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Read More Information here to that Topic: aamajnews24.com/ps/amiri-16/ […]