د القاعدې رهبر کابل کې ووژل شو؛ چین: له ترورېزم سره مبارزه کې نه باید دوه ګوني معیارونه شتون ولري

لخوا Aamaj News

کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، کابل کې د چین سفیر وانګ یو د یو ټوېټ خپرولو سره ویلي چې له ترورېزم سره مبارزه کې باید دوه ګوني معیارونه شتونه ونه لري.

یو تېره شپه (د زمري ۱۲مه) د یاد هېواد بهرنیو چارو وزات مرستیال ویاند هوا چون یینګ څخه په نقل قول ټینګار کړی چې د «هر ډول ترورېزم» په وړاندې مبارزه کې باید له یو ډول معیارونو ګټه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ترورېزم په وړاندې همکارۍ نه باید د هېوادونو ملي حاکمیت ته زیان ورسوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دوشنبه شپه (د زمري ۱۰مه) یوه ټلویزوني وینا کې خبر ورکړ، چې د القاعده رهبر ایمن الظواهري د افغانستان پلازمینې کابل په زړه کې د امریکایي ځواکونو یو هوایي برید کې وژل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ