القاعدې رهبر کابل کې ووژل شو؛ امریکا: د حقاني شبکې لوړپوړي غړي په دې پوهېدل چې الظواهري کابل کې دی

لخوا Aamaj News

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جېک سالیوان وایي د حقاني شبکې لوړپوړي غړي پوهېدل چې الظواهري کابل کې دی.

نوموړي ویلي چې سپینه ماڼۍ له طالبانو سره د اړیکې نیولو په حال کې ده چې دوی د ایمن الظواهري له ځای خبر وو او هغه ته یې پناه ورکړې که نه.

سالیوان د امریکا «سي‌بي‌اس» خبري شبکې ته ویلي: «موږ په مستقیم ډول له طالبانو سره، له افغانستان څخه د القاعدې د توطئې د مرکز په توګه د ګټې اخیستنې اجازې نه ورکولو په اړه په اړیکه یو.»

سالیوان زیاته کړې چې امریکا د طالبانو خبرې نه مني او د ایمن الظواهري لرې کولو ثابته کړه چې نورو کړنو ترسره کولو ته چمتو دي.

الظواهري کالونه د FBI تر څار لاندې ترورېستانو د نوملړ په سر کې وو. نوموړی د سپټمبر ۱۱مې پېښې د اصلي جوړونکو څخه شمېرل کېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دوشنبه شپه (د زمري ۱۰مه) یوه ټلویزیوني وینا کې خبر ورکړ چې الظواهري د د افعانستان پلازمینه د کابل ښار په زړه کې د امریکا یو هوایي برید کې وژل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ