هیبت‌الله علیزي: کرزي غوښتل چې واک واخلي؛ خو ما اجازه ورنکړه

لخوا Aamaj News

د پخواني حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له واکمن کېدو څو میاشتې وروسته د تېر حکومت وروستي لوى درستيز جنرال هیبت‌الله عليزي وايي چې پخواني ولسمشر، حامد کرزي غوښتل د اشرف غني له تېښتې وروسته ارګ ته ننوځي او بیا واک ترلاسه کړي.

ښاغلي علیزي امریکايي مجلې وار زون سره په مرکه کې ویلي چې د غني له تېښتې وروسته ښاغلي کرزي د دفاع پخواني وزیر بسم‌الله خان سره اړیکه ونیول او له هغه یې وغوښتل چې هغه ارګ ته بوځي څو واک ترلاسه کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې هغه مهال یې فکر نه کاوه، چې حامد کرزی دي د هېواد د رهبرۍ لپاره مناسب کس وي او له همدې امله یې ارګ ته د هغه له راتګ سره مخالفت وکړ.

د پوځ دغه پخواني جنرال ویلي، چې حامد کرزی نور د افغانستان د مشرۍ لپاره مناسب کس نه دی ځکه هغه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل بخت وازمایل.

هیبت‌الله علیزي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له طالبانو سره د خبرو بیا پیل ته اشاره وکړه او زیاته کړې چې که له دوی سره خبرې پای ته ونه رسیږي کورنۍ جګړه به پیل شي.

باید یادونه وشي چې عليزی د ​​جمهوريت له جګپوړو جنرالانو څخه و، چې د تېر حکومت په وروستيو ورځو کې د اشرف غني له خوا د پوځ د لوى درستيز په توګه وګومارل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ