ایراني خبریالې او د ښځو حقونو فعالې مسیح علينژاد د “په ایران کې د ډیموکراسۍ لپاره ملي اتحادیې” سره خبرو کې وایي د افغانستان مېرمنې بې جوړې دي، غواړي خپل غږ نړیوالو ته ورسوي او د لویدیځ سپارښتنو ته اړتیا نه لري.
نوموړې زیاته کړې؛ چې امریکایان او نروېژیان چې ځانونه آزادي غوښتونکي ګڼي، د طالبانو وحشي او ترهګر رژیم سره مرکې کړي.
علينژاد ویلي، هغه کسان چې امریکا او ناروې کې ژوند کې ځوانونه فمېنسټ او آزادي غوښتونکي ګڼي؛ خو له طالبانو سره د دوی په رسمیت پېژندلو لپاره مرکې کړي.
علينژاد همداشان زیاته کړې؛ چې د افغانستان ښځې د اجباري حجاب سره مخالفې دي.
نوموړې څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و، چې که لوېدیځ طالبان په رسمیت وپېژني، دوی به د لوېدیځ په ملاتړ لا ډېرې ښځې وځپي.
د علينژاد دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، ښځو د طالبانو له لوري د بندیزونو لګېدلو له امله څو ځلې واټونو ته راووتلې او لاریونونه یې وکړل.