په تېر حکومت کې د کډوالو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي وایي چې طالبانو په پنجشېر، اندراب او تخار کې د خلکو له کورونو قرارګاه جوړه کړې.
اخلاقي د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره ویلي چې طالبان ملکي وګړي اجباري ګډو ته اړباسي او د خلکو له کورونو یې قرارګاه جوړه کړې.
نوموړي زیاته کړې؛ چې طالبان حتا خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو قربانیانو د جنازې لمونځ ادا کړي.
اخلاي په دې اړه چې تل د طالبانو لخوا د پنجشېر جګړه دروغ ګڼل کېږي؛ زیاته کړې: «د امارت ویاندویانو دروغ پیل کړي او ټولو ته یې د ړندو او کڼو فکر کړی، د ټولو له لید سربېره ټولې هغه پېښې او جنایتونه په بې شرمۍ سره او د طوطي په بڼه دروغ بولي چې دوی ترسره کړي دي.»
د کډوالو چارو پخواني وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول پنجشېر کې په جنګي جنایتونو لاس پورې کړی. او بل پلو طالبانو په پنجشېر او بغلان کې سلګونه کورنۍ اجباري کډو ته اړ کړې دي.
په ورته وخت کې؛ دې وروستیو کې له مقاومت جبهې سره د ځوانانو د مرستې، په تور د طالبانو لخوا د ځوانانو نیول، وهل او ډبول او وژل زیاته شوي؛ خو طالبانو په پرله پسې ډول پنجشېر کې جګړه رد کړې ده.
4 تبصرې
I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!
Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing
You re so awesome! I don t believe I have read a single thing like that before.
So great to find someone with some original thoughts on this topic. Really..