د طالب علماوو د غونډي په اړه غبرګونونه؛ اخلاقي: د دغه ترهرګري ډلي د بدلون هیله چټي ده

لخوا Aamaj News

په تېر حکومت کې د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزیر، نور رحمان اخلاقي د طالب علماوو د غونډي په غبرګون کې وایي چې د دغي ترهګري ډلي د بدلون هیله چټي ده.

نوموړی نن (یکشنبه، د چنګاښ ١٢مه) په یو ټویټ کې لیکلی چې په کابل کې طالبانو ته اړوند د ملاوو ناسته، د دغي ډلي داخلي اختلافاتو سره اړیکه لرل او بله هره تمه اضافي ده.

هغه زیاته کړې: «پر کابل باندي د طالبانو د واکمنۍ وروسته، د ملا هبت‌الله اړخ چې ځان د حقاني شبکې په وړاندي کمزوری لیدل، د دغي ناستي په لاره اچولو او د دغي ډلي غړي ملاوو څخه په بیعت اخیستنه کې، په داخلي اختلافاتو کې د خپل موقعیت ښه کېدل غوښتل.»

نوموړی څرګنده کړې، همدا لامل وو چې په دې ناسته کې، د دغه ترهګریز جریان د خوښۍ لپاره، پر لا ډېر افراطیت، لا ډېر ظلم او لا ډېره وژنه ټینکار وشو، او د طالبانو نیکټایي لرونکي پلویان چې په دې تمه وو چې یو څه یې په لاس ورشي او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو کې هغه ته لاس واچوي، هک پک کړل.

اخلاقي زیاته کړې: «د افغانستان خلک تر بل هر څوک طالب پېژني او پوهیږي د دغه ترهرګي ډلي د بدلون تمه چټي ده.»

د کډوالو چارو د مخکیني وزیر په باور، یواځینۍ د ژغورني لاره داده چې د افغانستان خلک، د هیواد له شمال او سویل او ختیځ او لویدیځ څخه، د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د دې فاسدي ډلي په وړاندي ولاړ دي، او د دوی د غڼي کور ونړوي او پر ځای یې خپل په هوډ د خلکو پر رایو ولاړ د یو حکومت بنسټ کښېږدي.

تر دې وړاندي هم د رحمت‌الله نبیل او مسعود اندرابي په څېر څېرې د لويي جرګې په تالار کې د طالب علماوو د غونډي پرېکړي ته غبرګون ښودلی وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ