شهرزاد اکبر: نیم خلک وږي ویده کيږي، خو د طالبانو لومړیتوب د ښځو پر مخ او ویښتانو د محدودیتونو وضع کول دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه نوي پرېکړه کې د افغانستان ټلویزیونونو ته امر کړی، چې له دې وروسته باید په تلویزیونونو کې ښځینه ویاندویانې د راڅرګندېدو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.

د طالبانو دغه نوې پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې، شهرزاد اکبر د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ چې د طالبانو لومړیتوب د ښځو پر وېښتانو، مخ او د پړوني پر رنګ د محدودیتونو لګول دی.

اکبر په يو ټویټ کې لیکلي: «په رښتیا چې شرموونکې ده، د افغانستان نیم وګړي وږي ويده کېږي، چاودنې، وژنې او ځان وژنې زموږ د خاوري ورځنۍ پېښې دي، د لومړنیو اړتیاوو لپاره زموږ د سوال لاسونه  نړۍ ته اوږده دي او په دې حالت کې د واکمنانو لومړیتوب د ښځو پر مخ، وېښتانو او د پړوني پر رنګ د محدودیتونو لګول دی.»

نوموړې زیاته کړې؛ چې په نورو اسلامي هیوادونو کې ماشومان د فضا او مصنوعي هوښ په اړه زده کړه کوي او طالبان د ښځو د وېښتانو او مخونو په کنټرول لګیا دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې زیاته کړې: «یو د دوی (طالبانو) ته ووایي چې افغانستان له پیړیو راهیسې د مسلمانانو خاوره ده. د دوی د حماقت کچه او د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی د دین او مذهب په وړاندې د کرکې لامل کیږي، او دا د اسلام خدمت نه دی.»

دا په داسي حال کي ده؛ چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه نوي اقدام کې افغان ټلویزیونونو ته امر کړی، چې له دې وروسته باید په تلویزیونونو کې ښځینه ویاندویانې د راڅرګندېدو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.

طالبانو دغه فرمان د افغانستان له ټولو ټلویزیونونو سره شریک کړی او د رسنیو له مسئولینو یې غوښتي؛ چې ښځینه ویاندویانې دې د پروګرامونو پر مهال دغه مسئله جدي ونیسي.

په همدې حال کې نن سهار د هیواد په ټلویزیونو کې ګڼو ښځینه خپرونکو خپل مخونه په «ماسکونو» پوښلي او په پروګرامونو کې راڅرګندې شوې دي.

اړوند لیکنې

4 تبصرې

times radio November 3, 2023 - 11:05 pm

A big thank you for your blog.Really looking forward to read more. Want more.

ځواب
bbcfarsi November 10, 2023 - 11:31 am

I just like the helpful information you provide in your articles Watch bbcfarsi

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 11:26 am

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing

ځواب
racing tv stream free November 17, 2023 - 11:42 pm

I appreciate you sharing this blog post. Thanks Again. Cool.

ځواب

یو نظر پریږدئ