د افغانستان څلور هوایي‌ ډګرونو د مدیریت چارې متحده عربي اماراتو ته وسپارل شوې

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د څو هوایي ډګرونو د مدیریت چارې د طالبانو حکومت لخوا متحده عربي اماراتو ته وسپارل شوې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، انعام‌الله سمنګاني په یو ټويټ کې ویلي؛ چې د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف د هوایي ډګرونو د مدیریت هوکړه لیک د طالب او متحد عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی.

یاد هوکړه لیک نن (سه‌شنبه د غبرګولي درېیمه) د طالبانو د صدراعظم مرستیال، ملا عبدالغني برادر په شتون کې د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت سرپرست، حمیدالله آخوندزاده او د متحده عربي اماراتو د «ګاک» شرکت عمومي مدیر رزاق اسلم ترمنځ لاسلیک شو.

سمنګاني د یاد هوکړه لیک په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې داسې برېښېده چې قطر او ترکیه په ګډه د کابل هوایي ډګر مدیریت په غاړه واخلي او طالب چارواکو څو ځلې په دې اړه له ترکي او قطري لورو سره خبرې اتر کړې وې.

څه موده وړاندې ملاعبدالغني برادر، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې وه؛ چې د کابل هوایي ډګر د چارو د هوکړه لیک لپاره د قطر بهرنیو چارو وزارت ته وخت وټاکي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ