ترکیه: ښایي د افغانستان پينځه هوایي ډګرونه له قطر سره په ګډه مدیریت کړو

لخوا Aamaj News

د ترکیې د بهرنیو چازو وزیر چاووش اوغلو، اسلام آباد کې په یوه خبرې ناسته کې وویل؛ چې ښایې هېواد یې د دوحې او کابل له خبرو اترو وروسته، د افغانستان پینځه هوایي ډګرونه له قطر سره په ګډه مدیریت کړي.

نوموړي وویل؛ چې د دواړو هېوادونو کارپوهانو ګډ پلاوی لومړی دوحې او بیا افغانستان ته سفر وکړي او د کابل هوایي ډګر د مدیریت د ډول په اړه خبرې اترې وکړي.

چاووش اوغلو وویل؛ ښایي ترکیه او قطر چهارشنبې ورځ دا موضوع له طالبانو سره مطرح کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ