د طلوع نیوز کارکوونکو نیول کېدل؛ د افغانستان آزادو ژورنالېستانو ټولنه: د دې وضعیت دوام د بیان آزادۍ ته زیان رسوي

لخوا Aamaj News

د افغانستان آزادو ژورنالېستانو ټولنه یا (AIJA) په یوه اعلامیه کې د طلوع نیوز درې کارکوونکو له نیولو څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي؛ د رسنیو، رسنیزو فعالینو او بیان آزادۍ لپاره د دې وضعیت دوام زیان رسوي.

په دې اعلامیه کې راغلي: “دا وضعیت نړۍ ته له رسنیو او خبریالانو سره د ناوړه چلند انځور وړاندې کوي.”

دغه ټولنې زیاته کړې: “د شته وضعیت دوام په ټولنه کې د افغانستان د ځای پر زیانمنېدو اغېز کړي چې په هېڅ ډول د هېواد او رسنیزې ټولنې لپاره ګټور نه دی.”

د یاد انجمن په باور؛ سرغړونو ته د لاسرسي یو کمېسیون جوړول یوازینۍ لاره وه، تر څو پر خبریالانو له تورونو او ناقانونه نیولو څخه مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې لږ تر لږه یوه میاشت کې دا څوم ځل دی چې بې له دلیل څخه خبریالان د طالب ځواکونو لخوا نیول کېږي.

په نوې پېښه کې د طلوع نیوز درې کارکوونکي د طالبانو لخوا ونیول شوي.

طالبانو د یادې موضوع په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ