د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعامالله سمنګاني نن (سه شنبه، د سلواغې ۱۹ مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان ته د ترکیې هېواد ۷۵۰ ټنه بشري مرسته د هرات تورغنډۍ بندر ته رسېدلې ده.
سمنګاني نن سهار په دې ټویټ کې لیکلي؛ چې دا مرستې د ترکیې هلال احمر لخوا لېږدول شوې دي.
د سمنکاني په وینا؛ ملا نورالدین ترابی او د طالبانو حکومت د هلال احمر یو هیئت د ترکیي هېواد دا مرستې تحویل اخیستې دي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، په هېواد کې د بېوزلۍ او لوږې ناورین پراخ شوی.