د زلزلې زیان لیدونکو لپاره د ایران، قطر او پاکستان د مرستو چوپې افغانستان ته ورسېدې

لخوا Aamaj News

د افغانستان په سویل ختیځ کې د مرګونې زلزلې له پېښېدو وروسته، د ایران، قطر او پاکستان بشري مرستې افغانستان ته را ورسېدي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (پنج شنبه د چنګاښ دویمه) ویلي چې له ایران څخه د مرستو ډکې الوتکې کابل ته رسېدلې دي.

په ورته وخت کې مجاهد پکتیکا او خوست کې د زلزلې قربانیانو ته د قطر بشري مرستو له وړاندې کولو خبر ورکړی.

نوموړي یو بل ټویټ کې هم خبر ورکړی چې پاکستان هم پکتیکا کې د زلزلې زیان لیدونکو ته د خوراکي تو اووه ډک موټرونه استولي.

د یادونې وړ ده؛ چې پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله څه باندې ۱۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ